IQNA

 د عربستان د پاچا په کوربتوب د خدای د کور  زر فلسطیینی حاجیان میلمانه شول

16:10 - May 30, 2024
د خبر لمبر: 3489302
ایکنا – د عربستان پاچاملک سلمان د نړس له مختلفو هیوادونو د خدای د کور یو زر درې سوه حاجیان او د فلسطینیوشهیدانو،زخمنیانو او بندیانو له کورنیو زر کسان د حج تمتع  د مناسکو ترسره کولو لپاره دعوت کړل.

ایکنا نیوز  د عکاظ له قوله راپور راکړ، دعربستان پاچا ملک سلمان سږکال دحج په دستورو کې د ګډون لپاره د یو زر فلسطینیانو او د نړۍ له اته اتیاؤ هیوادونو څخه یو زر درې سوه ښځې او سړي  ددغو معنوی او روحاني مناسکو دترسره کولو لپاره د میلمنو په توګه دعوت کړل.

 ددغې ورځپاڼې د لیکنې په اساس، دغه فرمان په سږکال حج کې  عربستان د  پاچا د میلمنو د پروګرام  په چوکاټ کې  صادر شوی دی.

ددغه فرمان په اساس ، عربستان  به  د نړس له اته تیاؤ هیوادونو څخه د یو زر درې سوه حاجیانوو او دغه راز د فلسطین د شهیدانو، بندیانو او ټپیانو د کورنیو زر کسان او ورسره په دغه هیواد کې له جلا شوو غبرګو زیږیدونکو کورنیو څخه ۲۲ کسان دسږکال د حج په دستورو کې  دعوت شوي دي.

 د عربستان د دیني چارو ،دعوت او ارشاد د چارو وزیر عبداللطیف بن عبدالعزیز آل شیخ  دغه اقدام  د نړۍ د مسلمانانو ترمینځ د پيوند د پیاوړتیا او د وحدت ،یووالي ،یوزړتوب او ورورولۍ د ژورتیا لپاهر یو ګام ارزولی دی.

 هغه زیاته کړه، دغه پروګرام  د  خپل کوربتوب په ۲۶ کلن تاریخ کې  د څه دپاسه  شپیته زره حاجیانو کوربه دی چې د درستو حاجیانو د هوساینې  او ښیګڼې ته د عربستان د توجه ښودنه کوي. 

https://iqna.ir/fa/news/4218993

 

captcha